Back

Explore every episode of the podcast نوے اُميد

Dive into the complete episode list for نوے اُميد. Each episode is cataloged with detailed descriptions, making it easy to find and explore specific topics. Keep track of all episodes from your favorite podcast and never miss a moment of insightful content.

Rows per page:

1–50 of 162

TitlePub. DateDuration
A Woman of Simplicity00:23:15
په دې پروګرام کښې د خاص ملګرى او د رشتې د اهميت باره کښې خبرې شوې دى. کۀ مونږ په دې خبر شو چې زمونږ ژوند لږ پاتې دے نو زمونږ دپاره اهم څيز به کوم يو وى او مونږ به څۀ کوو. کورنۍ، ملګرى او د خلقو اهميت د مادى څيزو نه زيات پکار دے.
Sowing and Reaping – Jacob & Joseph00:30:30
په دې پروګرام کښې به تاسو د ډېر خاص موضوع په باره کښې خبرې اترې اورئ او تاسو به دا متل ضرور اورېدلے وى چې څۀ کرې هغه به رېبې. دې نه علاوه به تاسو د حضرت يعقوب او يوسف په باره کښې هم خبرې اورئ.
The Benefits of Vitamin B Folate00:30:29
هغه خواراکونه په کوم کښې چې فولاد موجود وى او د فائدو نه ډک وى، د هغې لېسټ تاسو سره شريک کړے شوې دے. مونږ دې د زړۀ نه د خُدائ پاک دپاره د هر څۀ پرېښودو جوګه اوسوُ. د يو بې ګناه هلک ډرامه څوک چې د ګناهګارانو دپاره ملامتيا زغمى او د خُدائ پاک د فضل عکاسى کوى. په خوراک کښې د فولادو اهميت مونږ دې د زړۀ نه د خُدائ پاک دپاره د هر څۀ پرېښودو جوګه اوسوُ يو بې ګناه د ګناهګارانو دپاره ملامتيا زغمى او د خُدائ پاک د فضل عکاسى کوى
A Woman of Honesty00:26:58
د ژبې سم استعمال او رښتينولى ستاسو د بدن او روح دپاره فائده مند دى. په يو تمثيل کښې يوه ښځه چې په لاره به يې څوک هم راتلل نو د هغوئ سپکاوے به يې کولو او د هغې په وجه د هغې په خپله سترګه کښې تير غټېدو – لکه څنګه چې د عيسىٰ مسيح په تمثيل کښې د سترګې د خسڼى او د تير مثال ورکړے شوے دے.
The Importance of iodine in the thyroid00:28:35
د تهائيرائيډ ګلېند کارکردګى او بدن ته د آيوډين د ضرورت او هغه خوراکونه په کوم کښې چې آيوډين موجود وى، او د مرۍ پړسوب ودرولو طريقعې په حقله تاسو ته په دې پروګرام کښې وئيلى شوى دى. د سامرى ښځه چې عيسىٰ سره د کوهى غاړې ته ملاو شى او عيسىٰ مسيح هغې ته د ژوندون د اوبو څښلو دعوت ورکړى، د دې ټولې قيصۍ په حقله په دې پروګرام کښې تاسو سره شريک کړے شوى دى.
Treating Dehydration and Contentment Despite Disability00:26:49
په دې پروګرام کښې تاسو ته د خېټې خرابېدو او د اوبو د کمى د علاج طريقه خودلے شوې ده. د يو معذوره کس د مشکلاتو او د يوې جينۍ په حقله قيصه بيانه شوې ده چې څنګه هغې د خپلې کورنۍ جوړولو دپاره خپل د لارې محدوديت مسيح ته يوړل. بله قيصه د يو ځوان هلک ده چا ته چې د زړۀ نۀ بائيللو وئيلے شوى وُو.
A Woman of Inner Beauty and Strength00:28:14
غذائيت، طاقت او صحت پوره کولو دپاره ښۀ خوراکونه ضرورى وى. جسمانى ښکلا د کردار نه زيات اهميت نۀ لرى. خُدائ پاک يوې ايماندارې ښځې ته د باطن د ښکلا، طاقت او د عزت جامې ورکوى.
Disasters: Flood.00:24:51
سېلابونه څنګه راتلے شى او کله چې راشى نو څۀ کول پکار دى، د کوم څيز خيال ساتل پکار دى او څنګه تيارے پکار دے، د دې هر څۀ مثال په دې پروګرام کښې ورکړے شوې دے. خُدائ پاک د هر څۀ نه خبر دے، تر دې چې زمونږ د سوچونو نه هم خبر دے. په زمکه د هغۀ د طاقت مونږ ته اله ښکاره شو کله چې مسيح تېز طوفان ودرولو. خُدائ پاک هر چرته موجود دے، همېشه ما سره دے او ما سره مينه کوى.
Breastfeeding is a Gift from God.00:28:46
د مور پئ د ماشوم د صحت دپاره ډېر ښۀ وى. په دې پروګرام کښې د ماشوم د صحت دپاره د مور د پيو او د هغې د اهميت په حقله خبرې اترې او د دې د فائدو وضاحت شوې دے. يوه ښځه خبره کوى چې د هغې مور ورله په تحفه کښې يوه کپړا ورکړه چې ټول عمر د پاره يې ځان سره وساتى او بيا دا وائى چې دغه شان خُدائ پاک هم مونږ له په تحفه کښې خپل قيمتى زوئ عيسىٰ مسيح راکړو. ٬زۀ ستا ثناء صِفت کومه ځکه چې زما د بدن جوړښت عجيبه او ويرونکے دے، ستا کارونه عجيبه دى او زۀ په دې ښۀ پوهېږم٬.
Colds and Flu00:30:36
د نزلې زُکام وجه، علامات او د علاج وضاحت تاسو ته په دې پروګرام کښې شوې دے. زُکام هم د نزلې په شان وى خو د دې اثر د نزلې نه زيات وى. د بنى آدم شروع او د نافرمانۍ ګناه په حقله به هم تاسو په دې پروګرام کښې واورئ. ګناه مرګ خوا ته بوځى او خُدائ پاک د دې سزا ورکوى. خو بيا هم خُدائ پاک چې رحم کونکے دے، زمونږ ګناه زغملو د پاره خپل زوئ رولېږلو ځکه چې هغه مونږ سره د پلار په توګه مينه کوى.
A Woman of Service00:24:16
په دې پروګرام کښې د خدمت په ذريعې د مينې ظاهرولو مختلفې طريقې او د مينې په ژبه کښې نورې ډېرې خبرې يو ځلې بيا تاسو سره شريک کړے شوى دى، او خاص طور باندې د ښځې او خاوند او د بچو په حقله به تاسو په دې پروګرام کښې ذدکړه کوئ. مونږ د مينې کولو او د مينې حاصلولو د پاره جوړ کړے شوى يو او خُدائ پاک هېڅکله مونږ نۀ هېروى، او مونږ د خپل لاسونو لاندې په حفاظت کښې ساتى.
The Power of our Words00:29:46
مونږ خلقو او خپلو بچو له د خپلو الفاظو په ذريعه حوصله هم ورکوو او بې حوصلې کوو يې. زمونږ فېصلې زمونږ په ابديت باندې اثر غورزوى. د لوط ښځې ته په شا د نۀ کتلو حُکم ورکړے شوے وو خو هغې نافرمانى وکړه او مړه شوه. د خُدائ پاک تابعدارى خلاصون ورکوى.
Good Foods for Growth & Strength00:24:44
په خوراک کښې د پروټين اهميت او هغه خوراکونه په کوم کښې چې وټامنز او معدنيات موجود وى، زمونږ په وده کښې او بيمارو نه په حفاظت کښې د ساتلو کښې مدد ورکوى. د ماشوم په تکليف يا بيمارئ کښې مور په خُدائ پاک باور لرى او صبر کوى. "په زړۀ غوس شوى" مثال د هغه خلقو دپاره ورکړے شوے دے کوم چې هر وخت تکليفونه زغمى، او په هغوئ کښې د اُميد پېدا کولو د پاره څۀ آيتونه شريک کړے شوى دى.
First Aid for Burns, Part 2 – Major Burns00:28:54
د سوځېدلى ځائ څو قِسونه دى او د دې د علاج څۀ طريقه ده؟ کله چې تباهى حمله کوى نو دا ژوندونونه هم بربادولے شى، لکه څنګه چې هغه بيمارا ښځه د حضرت عيسىٰ مسيح چوغې له لاس وروړى او شفا ومومى. په دې قيصۍ کښې د دې ښځې د آرام او د لاس وروړلو د برکت په حقله وضاحت شوے دے. د خراب ژوند په مينځ کښې يوه ښځه نوے اُميد ومومى.
Disasters: Fire.00:30:17
د اور لګېدو په صورت کښې او نور دغه شان واقعو د مخنيوى دپاره طريقې. د حضرت ابراهيم او د اسحاق ژوند مونږ د خُدائ پاک په باره کښې ښودنه کوى چې هغه مهربان او پوره کونکے دے. خُدائ پاک د شفا ورکونکى په توګه او بيا په جدعون کښې د مصيبت په وخت امن راوستونکى په توګه او څوک چې ضرورت مند وى د هغوئ اورېدونکى په توګه موجود دے.
Water of Life00:24:29
اوبۀ د ژوند دپاره ضرورى وى. اوبۀ زمونږ د وجود د ودې دپاره ډېر اهميت لرى او د دې څښل زمونږ د ژوند، صحت، او د اوبو کمے پوره کولو او د هاضمې دپاره ډېر ضرورى وى. يوه ښځه خپل د مور پلار کور ته لاړه شى او وګورى چې د هغې مور پلار او ورور يو بل سره په تريو تندى نښتى وى. هغه د هغوئ دپاره د مالِک خُدائ وړاندې خپل زړۀ لکه د اوبو توئ کړى چې خُدائ پاک د هغوئ زړونه بدل کړى.
Vision and Future Vision00:29:53
د سترګې حفاضت او کله چې تاسو سترګې له لاس وروړئ نو د لاسونو د صفائ خيال په حقله خبرې تاسو ته په دې پروګرام کښې بيان شوې دى. باز ډېر زبردست نظر لرى او تر لې ځائ پورې کتے شى، دغه شان پېشنګوئ يا رويا هم د لرې نه د خُدائ پاک منصوبه ښکاره کوى.
Forgiveness: A Choice in Attitude, Word & Action.00:27:01
د ملګرتيا ساتلو مطلب يو بل له معافى ورکول دى. د حضرت عيسىٰ مسيح قيصه مونږ ته دا ښودنه کوى چې څنګه مونږ ټولو ته د کناهونو د معافئ ضرورت دے او دا څنګه حاصلېدے شى. حضرت عيسىٰ مسيح د دې دپاره راغے چې زمونږ ګناهونه معاف کړى. په دې پروګرام کښې به تاسو اورئ چې په کتابِ مقدس کښې په ساده لفظونو سره وئيلى شوى دى چې خُدائ پاک مونږ سره مينه کوى، بې شکه چې مونږ ګناهګار يو، او مسيح زمونږ د ګناهونو دپاره مړ شو او مونږ له اوس پکار دى چې توبه وکړو او د هغۀ تابعدارى دې وکړو چې د هغۀ معافى ترلاسه کړو.
Adultery: Betrayal & Unfaithfulness – Part 200:07:53
يوه ښځه د خپل خاوند باره کښې خبره کوى چې هغۀ د بلې ښځې دپاره خپل د وادۀ لس کالو ته ونۀ کتل او هغې له يې دوکه ورکړه او پرې يې ښوده. د چا نه چې طلاق غوښتے کيږى د هغه کس دپاره طلاق ډېر درد ناک او د تکليف سبب وى. يو ځلې بيا تاسو سره د حضرت داؤد او د بت سبع په حقله خبرې شريک کړے شوى دى چې هغۀ څنګه توبه وکړه او د خُدائ پاک معافى يې تر لاسه کړه.
The Generous Woman00:27:51
په دې پروګرام کښې د مختلفو تحفو په حقله او د نورو دپاره خپل ځان قربانولو د اهميت په باره کښې خبرې شوى دى. د يو پلار قيصه چې خپلې لور له نقلى امېل ورکړى او بيا ترېنا واپس وغواړى. آخر ماشومه ورته هغه نقلى امېل واپس ورکړى او په بدل کښې ورله پلار اصلى ورکړى. نو دغه شان مونږ له هم صبر کول پکار دى کله چې څۀ بې کاره څيز مونږ ته ملاو شى ځکه چې خُدائ پاک غواړى چې مونږ له يوه ښۀ تحفه راکړى – تر دې چې هغه خپل زوئ هم ورکوى.
Family Loyalty – Story – Ruth and Naomi00:30:29
د روت او نومى قيصه اورئ. دا يوه ډېره پخوانئ قيصه ده چې د دوو ښځو په باره کښې ده او دا قيصه د مينې په باره کښې او د قيمتى او خاص څيزونو بائيللو په باره کښې ده. په دې پروګرام کښې به تاسو د کورنۍ د وفادارئ په باره کښې خبرې اورئ.
Being a Good Mother-In-Law and a Good Daughter-In-Law00:31:09
د يوې ښځې د اينګور او د خواښې په توګه د خپل تجربې په حقله او د دواړو د کردار په حقله خبرې تاسو ته وړاندې کړے شوى دى. کتابِ مقدس نه د نعومى په حقله او نورې ډېرې د حکمت خبرې چې د خواښې او د اينږور په توګه تاسو له څۀ کول پکار دى، تاسو ته وړاندې کړے شوى دى.
Adultery: Betrayal & Unfaithfulness – Part 100:30:28
يوه ښځه د خپل خاوند باره کښې خبره کوى چې هغۀ د بلې ښځې دپاره خپل د وادۀ لس کالو ته ونۀ کتل او هغې له يې دوکه ورکړه او پرې يې ښوده. د چا نه چې طلاق غوښتے کيږى د هغه کس دپاره طلاق ډېر درد ناک او د تکليف سبب وى. يو ځلې بيا تاسو سره د حضرت داؤد او د بت سبع په حقله خبرې شريک کړے شوى دى چې هغۀ څنګه توبه وکړه او د خُدائ پاک معافى يې تر لاسه کړه.
Christmas – Gods Greatest Gift.00:29:42
د ډېرو دپاره د کرسمس ورځ د تحفې ورکولو او کورنۍ سره د وخت تېرولو ورځ ده، خو په حقيقت کښې کرسمس د حضرت عيسىٰ مسيح د پېدايښت ورځ ده، او دا د خُدائ پاک له طرفه د بنى آدم دپاره يوه تحفه ده، څوک چې د امن شهزاده دے او د هغۀ په حقله د هغۀ د پېدايښت نه ٧٠٠ کالا مخکښې پېشنګوئ شوې وه. کله چې د خُدائ مينه او رحم مونږ توبې او معافى غوښتلو ته مجبوره کړى نو زمونږ زړونه په امن شى.
Headaches – Suffering00:30:30
زمونږ په ژوند کښې خامخا په مونږ ټولو باندې به يقيناً چې د سر درد راغلے وى. کله کله د سر درد وجه د دماغو رسولئ يا د فالج اټيک هم کېدے شى. تاسو د سر درد د پاره څۀ کولے شئ؟
Iron Deficiency00:25:01
مسلسل سر درد، ستړې والے او انيميا (د وينې کمے) د آئرن د کمى علامات دى. تاسو سره د هغه خواراکونو فهرست شريک کړے شوے دے کوم کښې چې آئرن موجود وى او د هغې په حاضمې کښې مدد ورکوى. هغه ښځې چې د ګناه د قېد په دېوالونو کښې راګېرې دى، هغوئ د ګناه د قېد نه خلاصون ومومى او آزاد شى. دا څنګه ممکن شول د دې په حقله په دې پروګرام کښې تاسو ته بيان شوى دى.
The Sacrifice of a Friend00:25:47
د يو مشهور هُنر مند سړى ملګرے د هغۀ مدد دپاره ډېر محنت کوى. دغه مشهور هُنر مند سړى د خپل ملګرى خراب شوى د دُعا لاسونه رنګ کړل. مونږ ټول لکه د بټڼو د يو بل نه بدل يو او هېڅوک هم کامل نشته او د مرستې حاجت د پاره صبر کوو او حاجت لرو.
Domestic Abuse – Physical, Mental & Emotional.00:24:37
د يو بدکردار شخصيت خاصيت او په رشتې باندې د هغې اثر. انتخاب کول زمونږ ژوند جوړوى لکه څنګه چې د ورک شوى زوئ او د مالدارا او غريب په قيصه کښې ښودلے شوى دى. د ښۀ انتخاب مثالونه په دې پروګرام کښې تاسو سره شريک کړے شوى دى.
We are all Different, but we can Find & Make Good Friends00:29:23
اګر چې مونږ د يو بل نه بدل يو خو مونږ ملګرتيا په جوړولو باندې وخت او طاقت لګولے شو. ملګرى په سخت وخت کښې زمونږ پکار راځى او زمونږ مرسته کوى. په دې پروګرام کښې مونږ ګورو چې څنګه خُدائ پاک هر يو کس له د بل نه مختلف نعمت ورکړے دے او د هغوئ کارونه د يو بل نه مختلف دى.
Bad Habits.00:30:22
عادتونه د څۀ څيز بيا بيا کولو سره جوړيږى او ځينې کارونه خراب عادتونه جوړوى. د راحب قيصه، څوک چې خپل زوړ ژوند او خپل خلق پرېږدى او په خُدائ باور وکړى او د هغې په سبب هغه ايماندارانو تر مېنځه ځائ ومومى.
Dental Hygiene – Effects of Sin00:30:30
په دې پروګرام کښې به تاسو د غاښونو په حقله خبرې اورئ او د دې نه علاوه به تاسو د ګناه د اثر په باره کښې هم خبرې اورئ. خپل غاښونه په ښۀ طريقې سره د صفا کولو اهميت. په دې پروګرام کښې به تاسو د يو ډاکټر نه د غاښونو د خيال ساتلو په حقله ښې ښې مشورې واورئ.
Injections or Vaccinations for Children.00:23:38
خُدائ پاک ته خپل بچى څومره قيمتى دى؟ د خطرناکو بيمارو نه د وړو ماشومانو حفاظت دپاره ټيکې يا قطرې ورکول ډېر ضرورى وى. هره يوه ټيکه د ماشوم دپاره ډېره ضرورى ده. په کورنۍ کښې ماشومان په مور ډېر ګران وى او د هغې د مينې هغه وخت اندازه کيږى کله چې ماشوم بيمار وى.
A Woman of Hope Trusts God but a Gossip Causes Deadly Wounds00:27:02
يوه ښځه چې تر ډېرو کلونو يې په ګپ شپ يقين ساتلو، هغه غصه شوه، تر دې چې خودکشى کول يې غوښتل خو هغې ته د معاف کولو ضرورت محسوس شو. دغه ښځه کله چې په تکليفونو کښې راګېره شوه نو په خُدائ پاک يې ايمان راوړو او د ايمان په سبب هغې دغه تکليفونه وزغمل. د حاجرې قيصه مونږ ته دا ښودنه کوى چې اګر چې هغه يوازې وه خو خُدائ پاک د هغې ژړا وورېده. مالِک په خپل لوظ کښې سستى نۀ کوى لکه چې بعضې خلقو ته سستى ښکارى بلکې هغه ستاسو په حقله صبر کوى، او هغه غواړى چې څوک هم هلاک نۀ شى بلکې چې ټول توبه وباسى.
Recovering from Adultery00:27:23
وادۀ کړې ښځې سره چې کله د بلې ښځې په سر دوکه وشى نو هغه ډېره د غصې او د تکليف په حالت کښې وى، نو په داسې حالت کښې ډېرې خبرې او په خُدائ پاک باندې بهروسه کول ډېره حوصله ورکوى. د هوسيع قيصه او جُمر چې نافرمانه وه، او يوه بله قيصه تاسو ته په دې پروګرام کښې وړاندې شوې ده. د وادۀ په حقله څۀ رښتينې قيصې هم تاسو سره شريک کړے شوى دى.
Mothers in the Home00:26:09
د کور جوړونکى په توګه د يوې ښځې کردار او په کور کښې د مور د کردار فائدې. يوه اُستاذه خبره کوى چې هغې د خپلو بچو د پالنې دپاره خپله نوکرى پرېښوده. مېندې خپلو بچو باندې ښۀ اثر غورزوى او هغوئ د خپل کردار او د خُدائ پاک د عبادت دپاره متاثر کوى.
Birth & Bonding – Part 100:26:19
په دې پروګرام کښې به تاسو د نوى ماشومانو د پېدايښت او هغوئ څنګه د لاس وړلو، کتلو او د آواز په ذريعه خبرې کوى، د دې هر څۀ په حقله به ذدکړه کوئ. د خُدائ پاک په ټول تخليق کښې هغۀ بنى آدم له د ټولو نه اوچته مرتبه ورکړې ده. ماشومان د خُدائ له طرفه زمونږ دپاره قيمتى تحفه ده او ده دوئ خيال ساتل او ورسره مينه کول زمونږ ذمه وارى ده. زۀ ستا ثناء صِفت کومه ځکه چې زما د بدن جوړښت عجيبه او ويرونکے دے، ستا کارونه عجيبه دى او زۀ په دې ښۀ پوهېږم.
A Woman of Dignity & Discretion00:30:06
څلور قِسمه ښځې او د هغوئ د خبرو او د ژوند تېرولو طور طريقو په حقله خبرې په دې پروګرام کښې تاسو ته ښودلے شوى دى. تاسو به ذده کوئ چې ښځې په مسيح کښې د ايمان په وسيله د غصې په وخت صبر او جزباتو باندې قابو راوستو په وسيله د وقار لباس اغوندلے شى
Disasters: Earthquakes.00:27:34
د زلزلې تيارې څنګه پکار دے، دا ډېر ضرورى دى او کله چې زلزله راشى نو دغه وخت څۀ کول پکار دى. په کتابِ مقدس کښې نومونه شخصيت ظاهروى. خُدائ پاک د حضرت ابراهيم او د ساره نومونه بدل کړل. د خُدائ پاک څۀ نومونه دا دى: هغه دے، ابدى، ژوندے، پورا کونکے او پلار.
The Importance of Washing our Hands.00:28:35
لاسونه د خُدائ پاک او خپل ځان د خدمت دپاره دى. خدمت کول د ښځې د ژوند حيصه ده. لاسونه په ښۀ طريقه وينځل د بيمارو نه بچ کوى او دا پروګرام هم دې په حقله دے چې تاسو له په کوم وخت کښې لاسونه وينځل پکار دى. او د دې نه علاوه په خوشحالۍ سره د نورو خلقو او د خُدائ پاک خدمت کولو په حقله ستاسو څۀ خيال دے؟ ځکه چې اِبن آدم د دې دپاره رانۀغلو چې د هغۀ خِدمت دې وکړے شى خو د دې دپاره راغلو چې د نورو خِدمت وکړى او خپل ژوند د ډېرو دپاره فديه کړى.
Discipline for Children00:26:33
د يو ماشوم په تربيت کولو او د هغۀ په رويې قابو راوستلو دپاره د حکمت خبرې او مشورې تاسو ته وړاندې شوى دى. د يوې ښځې قيصه په چا چې د قتل الزام وو او د هغې د مدد او انصاف دپاره يوه جوړه هغې سره ملاوېده او د هغې مرسته به يې کوله. د انصاف او د عدالت په حقله په کتابِ مقدس نه تاسو ته وضاحت شوے دے.
First Aid for Burns – Part 1 – Minor Burns00:28:15
د معمولى سوځېدلى ځائ څو قسمونه وى او د دې علاج څنګه پکار دے؟ کوم څيز زمونږ لاره روښانه کوى؟ آيا خُدائ پاک زمونږ دپاره رڼا ده؟ اول، دوېم او د درېمې درجې سوځېلدى ځائ په حقله او د دې د علاج په حقله خبرې به تاسو په دې پروګرام کښې اورئ. رڼا او د دې د بجلۍ سره تعلق او زمونږ په ژوند کښې د دې د فائدو خبرې هم تاسو سره شريک کړے شوى دى. خُدائ پاک زمونږ د لارې رڼا او لار ښودونکے دے.
Quarrelsome Wife – Nagging00:30:30
په دې پروګرام کښې به تاسو د يوې جګړمارې ښځې په باره کښې خبرې اورئ او د دې نه علاوه به تاسو د متلونو د کتاب نه متلونه اورئ. په دې پروګرام کښې به يوه ښځه تاسو ته د خپلې ملګرې په باره کښې قيصه کوى.
Friendship: What it is and is not00:29:45
ملګرى څۀ کوى؟ آيا تاسو د همېشه دپاره ملګرے جوړولے شئ؟ د ملګرتيا د فطرت په حقله خبرې، د يو ښۀ ملګرى غوره کولو اهميت او د دروغژنو ملګرو نه د ځان ساتلو په حقله د خبردارى خبرې تاسو ته په دې پروګرام کښې وړاندې کړے شوى دى. رښتينى ملګرى خپل د زړۀ حال، خپل تکليفونه او د خوشحالۍ خبرې يو بل سره شريکوى. خُدائ پاک عيسىٰ مسيح زمونږ دپاره راولېګلو چې زمونږ يو ښۀ ملګرے جوړ شى، څوک چې به مونږ له آرام راکوى، زمونږ لارښودنه کوى او د تل دپاره به مونږ سره وى. ځينې دوستان يو بل ته کنده کنى، خو رښتينے دوست د خپل ورور نه هم وفادار وى
Impetigo and Other Skin Diseases00:30:30
په دې پروګرام کښې تاسو سره د سرمنې د بيمارو، لکه د سپوړى او د غټو دانو او د دې د علاج او نښو په حقله خبرې شوى دى. خلق کمزورى وى او ډېر زر زړۀ بائلى خو خُدائ پاک روغتيا ورکوى او زمونږ مات شوى زړونه په ښۀ طريقې سره بيا جوړوى. په دې قيصۍ کښې تاسو ته د يوې ښځې په حقله وئيلې شوى دى چې څنګه خُدائ پاک هغه بيا روغه جوړه کړى.
Sore Throat00:28:31
په دې پروګرام کښې د مرئ د خرابېدو علامات او د علاج په باره کښې تاسو ته وئيلى شوى دى او د دې په وجه د غټو مصلو نه د بچ کېدو خبردارے هم ورکړے شوې دے. خُدائ پاک مقدس، ابدى، يوازې، پاک، ښۀ، ذبردست، نۀ بدلېدونکے، هوښيار او صادق دے. خُدائ پاک مينه ده. د حضرت موسىٰ خُدائ پاک سره مخامخ کېدل او هغۀ سره د تعلق په حقله هم وئيلى شوى دى.
Nutrition – Proverbs – What Comes Out of Your Mouth00:30:30
کوم څيز ډير زيات اثر غورځوى؟ کوم چې زمونږ خُلې ته دننه ځى او که نه څۀ چې ترې راوځى؟ په دې پروګرام کښې په تاسو د دې په حقله خبرې اترې اورئ او د دې نه علاوه به تاسو د صحت مند خوراک په باره کښې يو څو خبرې اورئ.
Reading – Jesus a Good story teller00:30:30
مونږ څنګه خپلو ماشومانو ته ليکل او لوستل ښودلے شو؟ په دې پروګرام کښې به تاسو ماشومانو ته د ليکلو او لوستلو په حقله او د عيسىٰ مسيح د يو ښۀ قيصه کوونکى په طور خبرې اترې اورئ.
Breaking Bad Habits in Children.00:30:30
جسمانى خراب عادتونه، لکه ګوته روول يا څرمن خوړل او نور خراب عادتونه لکه دروغ وئيل يا غصه کېدلو په حقله خبرې او په دې څنګه قابو موندے کيږى، تاسو ته په دې پروګرام کښې بيان شوى دى. د حضرت داؤد بادشاه د بت سبع سره د خراب عمل په وجه د هغۀ مثال د يو خراب سړى په توګه ورکړے کيږى او د هغۀ د عمل په وجه د هغۀ بچى د هغۀ نه زيات خراب وُو.
Fevers: Recognition & Treatment00:27:10
تبه د څۀ په وجه راځې او د دې څۀ اثرات کېدے شى او دا څنګه معلومېدے شې، د دې هر څۀ په حقله او د دې د علاج په حقله په دې پروګرام کښې تاسو ته ښودلې شوى دى. خُدائ پاک د تخليق کونکى، مالِک او د ملګرى په توګه د کتابِ مقدس په رڼا کښې تاسو ته ښودلے شوے دے. بنى آدم د خدائ په صورت جوړ شوے دے.
Resolving Conflict00:30:13
جنګ هغه وخت جوړيږى کله چې د خلقو تر مېنځه د يو بل دپاره غُصه وى او په څۀ خبره بې اتفاقى لرى. د مخالفت حل کله او څنګه راوخکل پکار دے، د دې په حقله به نن تاسو په دې پروګرام کښې اورئ. د جنګ په وخت د غلط ډال او د خُدائ د ډال ذکر په وضاحت سره شوے دے. خو نه، د دې هر څۀ باوجود ټوله کاميابى د عيسىٰ مسيح په وسيله زمونږ ده څوک چې مونږ سره مينه کوى
© My Podcast Data · Independent project · Data from Apple & Spotify