Back

Explore every episode of the podcast د تل ژوندون

Dive into the complete episode list for د تل ژوندون. Each episode is cataloged with detailed descriptions, making it easy to find and explore specific topics. Keep track of all episodes from your favorite podcast and never miss a moment of insightful content.

Rows per page:

1–50 of 76

TitlePub. DateDuration
What is The Church? (Part 01)00:30:31
جماعت د مسيح بدن دے چې د مختلفو اندامونو نه جوړيږى. بدن ته د کار دپاره د مختلفو اندامونو ضرورت وى. خُدائ پاک ايماندارانو له مختلف نعمتونه ورکوى. مونږ دې د خپل خاص تحفې شُکرګزارى وکړو او دا دې استعمال کړو.
Baptism (Part 01)00:30:30
مسيح خپلو مريدانو له حُکم ورکړے وو چې لاړ شئ او نور مريدان جوړ کړئ او هغوئ له په اوبو بپتسمه ورکړئ او چې کوم تعليم ورله عيسىٰ مسيح ورکړے وو هغه دې هغوئ له ورکړى. د اوبو بپتسمه د دې نښه ده چې ستاسو زوړ د ګناه فطرت پاک کړے شو. خو په روحانى توګه مونږ د نوى پېدايښت د وخت نه پاک يو، ځکه چې يوازې د مسيح وينه زمونږ ګناهونه پاکولے شى. بپتسمه د خلقو په وړاندې د ايمان اقرار کول دى.
The Truth of The Bible (Part 02)00:30:30
په دې ثبوتونو باندې غور وکړئ چې کتابِ مقدس رښتيا دے. د شروع نه تر آخر پورې انجيل د يووالى پېغام لرى، او په خاص توګه د مسيح د پېشنګويانو په حقله، د هغۀ د پېدايښت، شناخت، د هغۀ کردار، د پېدا کېدو واقعې، او د هغۀ د ژوند او مرګ په حقله دى. عيسىٰ مسيح د صحيفو پخپله تصديق وکړو او دا يې د خُدائ کلام وبللو او وې وفرمائيل چې، "صحيفې بدلېدے نۀ شى".
The Letter to The Philippians00:30:30
د صحيفې نه د يو آيت مطالعه کولو دپاره، لکه څنګه چې مونږ د فيليپيانو ١ : ١ پورې ګورو، مونږ په دې کښې داسې کولے شو: چې دا ياد کړو، د دې په لفظونو باندې غور وکړو، "لکه مقدس"، او دا دې په خپلو الفاظو کښې وليکو او په دې باندې دې غور وکړو او د دې په حقله سوالونه وکړو. څۀ خلق خاص آيتونو په نښه کوى. په دې کښې د بيا بيا وئيلى شوى ټکو يا د جملو لټون وکړئ.
How The Bible was written (Part 01)00:30:31
کتابِ مقدس په ٣ براعظمونه کښې څلوېښتو کسانو په درې خاص ژبو کښې په پينځَلس سوه کالو کښې ليکلے شوے وو. بنى آدم د دې نبوت خبرې په خپله مرضۍ نۀ وې کړې بلکې د روحُ القدس نه الهام شوې، او دا کلام وليکلے شو او محفوظ کړے شو. د کتابِ مقدس شپږ شپېتۀ کتابونه دى چې پکښې ٣٩ په عبرانۍ ژبه کښې په زړې عهد نامې کښې موجود دى او ٢٧ په يونانى ژبه کښې په نوى عهدنامې کښې موجود دى.
The Books of The Law 2 (Part 01)00:30:30
حضرت ابراهيم کنعان ته لاړو چرته چې د هغۀ زامن او نوسى پېدا شوى وُو. د هغۀ نوسے يوسف، څوک چې د غلامۍ دپاره خرڅ کړے شو خو وروستو هغه د مِصر دويم مشر مقرر شو او خپل قوم يې د قحط نه بچ کړو او په مِصر کښې يې ځائ ورکړو چرته چې هغوئ څلور سوه کاله تېر کړل.
The Lord’s Supper (Part 02)00:30:31
په عشاء ربانى کښې مونږ مسيح او د هغۀ منونکو سره د مسيح په روحانى بدن کښې يو کيږو. که چرې زمونږ په زړۀ کښې د نورو دپاره بدى وى يا د نورو په زړۀ کښې زمونږ دپاره څۀ خبره وى نو مونږ له د عشاء ربانى نه مخکښې د دې اقرار کول پکار دى او معافى غوښتل پکار دى. مونږ د هغۀ د بيا راتلو په انتظار يو.
The Books of History 2 (Part 02)00:30:30
ساؤل د خُدائ پاک نافرمانى وکړه او خُدائ پاک هغه رد کړو او د هغۀ په ځائ يې سموئيل رولېږلو چې حضرت داؤد د بادشاه په توګه غوره کړى، څوک چې يو ځوان شپون وو. حضرت داؤد پينځلَس کاله پس بادشاه جوړ کړے شو خو د ښځو خواهش د هغۀ په کورنۍ بربادى راوسته. خو بيا هم خُدائ پاک هغۀ سره د هميشه دپاره د تخت وعده وکړه.
How to overcome the World (Part 02)00:30:31
"خُدائ پاک د دې دُنيا سره داسې مينه وکړله" د دې مطلب دا دے چې خُدائ پاک ټولو خلقو سره مينه کوى، خو کوم نظام چې د هغۀ مخالفت کوى، هغې سره نه. خو بيا هم هغۀ خپل اِک يو زوئ دې نظام ته راولېږلو چې په دې بريالے شى او هغه چا له خلاصون ورکړى څوک چې په هغۀ (مسيح) ايمان راوړى. د دُنيا مشرانو مسيح وزورولو او ټول خلق کوم چې صادقان دى هغوئ هم زورَولے کيږى. خو بيا هم عيسايان په خپلو کورونو کښې، خپل د کار ځايونو کښې او په دُنيا کښې خپله مينه څرګندوى.
The book of Revelation (Part 02)00:30:30
د دانيال کتاب او د يوحنا رويا تقريباً يو شان خبرې بيانوى، په دې کښې د ډېرو تباهو او جنګونو، د بادشاهتونو او تختونو قائمېدو او راغورزېدو ذکر شوے دے خو بيا هم هر څۀ د خُدائ پاک په اختيار کښې وى. په دې کښې زمرے او ګډورے ګورو، څنګه چې د تاريخ ختمېدو او په بدئ باندې د خُدائ پاک غالب راتلل دى.
Led by God (Part 02)00:30:30
خُدائ پاک د خپل کلام په وسيله مونږ سره په دُعا کښې خبرې کوى. هغه مونږ بيا بيا د يو خاص فېصلې کولو د پاره په سوچ کولو مجبورولے شى. جوړې دې د يو بل په خبره په امن سره راضى وى؛ څنګه چې زمونږ روحانى رهبر يا پادرى د سمې فېصله کوى. نور خلق او حالات هم د دې تصديق کولے شى چې خُدائ پاک زمونږ لار ښودنه کوى.
How to use The Bible (Part 01)00:30:30
د خُدائ پاک کلام هغه ځائ کښې رڼا کوى چرته چې زمونږ قدم وى، او لار پخپله په تيارۀ کښې زمونږ لار ښودنه کوى. دا يو قدم په قدم عمل دے چې مونږ خپل منزل ته رسوى. هر وخت د خُدائ پاک د کلام خبرې کوئ او په دې شپه او ورځ غور کوئ او څۀ چې دا وائى د هغې تابعدارى کوئ. خپل ژوند او ذهن کښې دې له ځائ ورکړئ.
The Books of The Law 3 (Part 01)00:30:30
د مِصر نه تښتېدو نه پس، خُدائ پاک خپلو خلقو له اوبۀ او خوراک ورکړو او د هغوئ لار ښودنې دپاره اور او وريځ د هغوئ نه وړاندې روانه وه او هغوئ يې د سينا غرۀ ته بوتلل. خُدائ پاک په غرۀ باندې د اور او لوګى په شکل کښې راغے او د موسىٰ په وسيله يې شريعت، لوظ او قربانى ورکړه د کوم ذکر چې د هِجرت او ليويانو په کتاب کښې په تفصيل سره شوے دے.
God’s Stewards (Part 01)00:30:30
خُدائ پاک د هر څيز مالِک دے خو هغۀ خپل بچى د څۀ څيزونو ناظران مقرر کړل. يو ناظر د هغه څيزونو ترتيب جوړوى کوم چې د هغۀ مالِک هغۀ له ورکړې وى. دغه شان کوم څيزونه چې خُدائ پاک انسان له وکړى دى، هغه دې د دې په هوښيارتيا سره استعمال وکړى. زَړه عهدنامه لسمه حِصه مالِک له د ورکولو خبرې کوى. خپل اُستاذ نه د دې په حقله پوښتنه وکړئ.
The Books of Poetry (Part 01)00:30:31
د ګناه په وجه خُدائ پاک د بنى اِسرائيل بادشاهت د اسور او يهوده او د بابل خلقو په وسيله تباه کړل. جلاوطن خلق دواړه مُلکونو ته بوتلے شول. وروستو د بابل خار شِکست وخوړو او يهوديانود عزرا او نحمياه خلقو له د واپس تلو اجازت ورکړو. استر په جلاوطنى کښې پاتې شوه.
Members of a local Church (Part 02)00:30:31
د خُدائ پاک د بچو په توګه مونږ له فائدې او ذمه وارۍ پېژندل پکار دى. د خبرو فائدې او نورو ايماندارانو سره تعلق ساتلو کښې رشته، تعليم، حوصله افزائ او ملګرتيا شامل دى او دې ټولو ته رفاقت وئيلے کيږى. زمونږ زمه وارى نورو ايماندارانو سره او که ممکن وى نو زمونږ د کورنۍ، ملګرو او ټولنې سره د مسيح تعليم شريکول او دُعا کول دى.
The Books of the Law 1 Genesis (Part 01)00:30:30
د کتابِ مقدس وړومبے د پېدايښت کتاب مونږ ته دا ښودنه کوى چې خُدائ پاک څنګه هر څۀ د خپل کلام په وسيله پېدا کړل. دا د کائنات شروع ده. خُدائ پاک انسان په خپل صورت جوړ کړو او آدم او حوا يې په باغِ عدن کښې واچول. هلته هغوئ د خُدائ پاک نافرمانى وکړه او دغه شان بنى آدم ګناهګار شو. خُدائ پاک د مار عدالت وکړو، آدم او حوا يې د جنت نه بهر کړل، او زمکه يې لانتى کړه.
Baptism (Part 02)00:30:31
د مسيح حُکم دے چې د هغۀ منونکى دې د اوبو بپتسمه واخلى. بپتسمه مونږ د ګناه نه نۀ پاکوى خو د مسيح دپاره زمونږ تابعدارى څرګندوى، خپل زوړ د ګناه فطرت مړ کول او مسيح سره بيا راژوندى کېدل دى. بپتسمه ګواه که يو وى او که ډېر، دا دې ستاسو د مسيحى ژوند يو خاص د خوشحالئ موقعه وى.
The Prophets’ Message – Salvation (Part 01)00:30:30
اګر چې د پېغمبرانو د آخرت پېغام د نافرمانۍ د سزا خبردارے ورکول وُو، خو دې سره د تابعدارۍ اجر او د ګناه د قېد نه د خلاصون پېغام هم وو. د خلاصون مقصد دا دے چې په آسمان کښې به نور تکليفونه او مرګ نه وى او دا په مسيح کښې زمونږ ټولو دپاره شتون لرى.
How to share the Good News with others (Part 01)00:30:30
مسيح مونږ له حُکم راکوى چې د هغۀ زېرے ټولو خلقو ته ورَسوو. مونږ د کلام او عمل سره د خُدائ پاک مينه شريکولے شو. وړومبے قدم "خُدائ پاک تاسو سره مينه کوى". دويم، "خو ستاسو ګناه د خُدائ پاک او ستاسو تر مينځه دېوال جوړ شوے دے". زمونږ ګناهونه لکه د دېوال زمونږ او د خُدائ پاک تر مېنځه دى، خو هغه مونږ سره مينه کوى نو په دې وجه هغۀ د دېوال لر کولو يوه لار جوړه کړه.
The Truth of The Bible (Part 01)00:30:30
د کتابِ مقدس د حقيقت ثبوت باندې غور وکړئ: د نوى عهد نامې د برخې ٢٥٠٠٠ پخوانى کاپيانې ډېر حد پورې دې سره اتفاق کوى او د متن درستوالى تصديق کوى. په کتابِ مقدس کښې ډېرې تاريخى واقعې دى چې تاريخ ليکونکى او لرغونپوهنې يې تصديق کوى. کتابِ مقدس د عظيمو خلقو د ګناهونو ، د هغوئ د ناکامو او د کمزورئ په باره کښې صادق دے.
How The Bible was written (Part 02)00:30:30
د عبرانۍ صحيفې اوس هم د يهودى قوم د پاره مقدس کتابونه دى کوم چې د چمړې په لويو طومارونو باندې ليکلے شوى وُو او دا د کاتبانو په ذريعه نقل شول چا چې د دې هر لفظ او ټکى وشمېرل چې د دې په کاپى کښې څۀ فرق رانۀ شى. د يونانى ژبې نوې عهد نامه د لوخې په کاغز باندې ليکلے شوى وُو او د نوې عهدنامې وړومبى ٢٥٠٠٠ کاپيانې دى. د کتابِ مقدس څۀ برخې په ٣٤٠٠ ژبو کښې ترجمه شوې دى.
The Prophets’ Message – Punishment (Part 02)00:30:30
کله چې د خُدائ پاک شريت مات شو نو غريبانان بې لارې شول او د خُدائ خلق د خُدائ پاک په ځائ د نورو معبودانو عبادت شروع کړو. په داسې وختونو کښې پېغمبرانو د قيامت او د سزا خبردارے ورکړو. دغه خبردارے اوسنى خلقو دپاره هم دے چې د هر قسم بُتانو د عبادت نه توبه ګار شى او يوازې په خُدائ پاک دې باور وکړى او غرېبانانو سره دې ښۀ وکړى.
How to use The Bible (Part 02)00:30:30
د خُدائ پاک کلام د روحُ القدس په توره ده چې د بد روحونو سره جنګ کوى. عيسىٰ مسيح دا د اِبليس خلاف استعمال کړو او د هر ازمېښت جواب يې د ليکلے شوى صحيفو نه ورکړو. د خُدائ پاک بچى هم د هغۀ د کلام نه د ازمېښت په وخت خبرې کولے شى. د خُدائ پاک کلام زمونږ دپاره د مينې د خط په شان دے کوم چې مونږ له هميشه د هغۀ توجو، موجودګى، او د هغۀ د خيال ساتلو ډاډ راکوى.
The Books of History 1 (Part 02)00:30:30
د يوسف نه پس بنى اِسرائيل د خُدائ پاک نه ووړېدل نو خُدائ پاک هغوئ دشمنانو ته په حواله کړل. په هغوئ باندې د رحم د پاره خدائ جدعون او سمسون په شان قاضيان راپورته کړل چا چې هغوئ له خلاصون ورکړو. روت د موآب نه راغله او بوعز سره يې وادۀ وکړو، د چا نه چې عوبيد پېدا شو څوک چې د داؤد بادشاه نيکۀ وو.
Revision Part 0100:30:31
مونږ دې د اُستاذ په خبرو باور او تابعدارى دې وکړو، څۀ چې هغه وائى هغه دې وکړو، او څۀ چې هغه کوى نو هغه دې وکړو. مونږ زده کړل: توبه کول. د دې مطلب دا دے چې مونږ خپل ذهن، زړۀ او خپلې لارې بدلې کړو. د ګناه نه توبه کول او خُدائ پاک له بيا راتلل؛ د خُدائ پاک کلام ولولئ: ستاسو بدن ته روزانه د خوراک ضرورت وى خو روحانى خوراک د ټولو نه ضرورى دے؛ دعا کول: غوښتل، تعريف کول، اقرار کول، رابطه کول، خُدائ پاک سره خبرې کول؛ درې دشمنان: اِبليس، زوړ فطرت، او دا دُنيا.
What is The Bible Like?00:30:30
د خُدائ پاک کلام: "خواهش يې د زرو نه زيات دے". د بنى آدم د شروع نه سرۀ زر خوښ دى او دا د دولت يوه غټه نښه ده. د مالِک خُدائ کلام د شاتو نه هم خوږ دے. شات ډېر خوندَور او په ژبه ښۀ لګى. يو ځل بيا کتابِ مقدس لکه د "خالص روحانى پيو" په شان دے. پئ د يو نوى پېدا شوى ماشوم دپاره ډېر ضرورى وى ځکه چې دا هغۀ له غټېدو کښې طاقت ورکوى. سرۀ زر، شات او پئ ډېر د زړۀ پورې څېزونه دى. دغه شان دې زمونږ خواهش د خُدائ پاک کلام دپاره هم مضبوط شى.
The Books of The Law 3 (Part 02)00:30:31
د سينا غر پرېښودلو نه پس خلق د شمال غاړې موآب ته لاړل. دا دومره سفر نه وو خو بيا هم په دې کښې څلوېښت کاله تېر شول لکه څنګه چې د ليويانو، شمېر او ګردان په کتاب کښې وئيلى شوى دى. په دې ټول وخت کښې موسىٰ خلقو له د خُدائ پاک د شريعت وعدې، خبردارے، حُکمونه او د مثالونو تعليم ورکړو.
Led by God (Part 01)00:30:30
مونږ څنګه فېصلې وکړو؟ د ښۀ فېصلې کولو د پاره مونږ له خُدائ پاک پېژندل پکار دے او د هغۀ د مرضۍ تابعدارى پکار ده. مونږ د خُدائ پاک مرضى څنګه پېژندے شو؟ که مونږ دُعا کوو نو هغه به د کلام په وسيله زمونږ په زړونو کښې خبره اچوى او يا که څۀ کار کوو نو هغه زمونږ ذهن ته خبره اچوى. د يو جوړې دپاره دا ضرورى دى چې هغوئ دې په غټو فيصلو کښې د يو بل سره اتفاق ولرى. دا وړومبے قدم دے.
The Books of Poetry (Part 02)00:30:30
ايُوب د شاعرۍ په پينځو کتابونو کښې وړومبے کتاب دے، کوم چې د يو داسې سړى باره کښې دے چا چې ډېر تکليفونه وزغمل خو په خُدائ پاک يې باور وو او په آخر کښې يې خلاصون وموندلو. په زبور کښې د شُکر ګزارۍ ډېرې سندرې دى. متلونه د حکمت شاعرى ده او معلِم د مايوسۍ شاعرى ده خو په آخر کښې د خُدائ پاک نه ويره ده. د سلېمان سندره د مينې نظم دے.
God’s Stewards (Part 02)00:30:30
د خُدائ پاک د ناظرانو په توګه مونږ د خپل ژوندون دپاره د هغۀ ذمه وار يو لکه څنګه چې مونږ د هغۀ ملکيت يو. مونږ دې په خوشحالئ سره خپل هر څۀ چې مونږ سره دى، هغه دې حاجتمندانو له ورکړو د څۀ چې زمونږ استاذ مونږ ته ښودلې دى او د دې پوهې سره چې زمونږ ضرورتونه به خُدائ پاک پوره کوى.
The Books of The Law 2 (Part 02)00:30:30
د يوسف د مرګ نه پس بنى اِسرائيل ډېر شول او د مصريانو غلامان شول. خُدائ پاک د حضرت موسىٰ په وسيله هغوئ له د آزادۍ ورکولو وعده وکړه او په لوئ طاقت سره يې په هغوئ کښې کار وکړو، تر دې چې سور درياب يې د خپلو خلقو دپاره تقسيم کړو، کوم چې د ايماندارانو دپاره د مسيح په وسيله د خلاصون يوه نښه ده.
What is The Church? (Part 02)00:30:30
څنګه چې د يو عمارت ډېرې حِصې وى او د ټولو حِصو ورته ضرورت وى، دغه شان د خُدائ پاک خلق هم قيمتى او ضرورى وى. عمارت د څۀ بنياد نه بغېر نۀ شى جوړېدے. د نورو او خپلو نعمتونو دپاره شُکر ادا کوئ.
The Prophets’ Message – Salvation (Part 02)00:30:30
څنګه چې د يشعياه نبى په کتاب کښې وئيلے شوى دى او دا پېشنګوئ شوې وه چې مسيح به ډېر تکليفونه وزغمى او د هغۀ نه به کرکه وکړے شى خو هغه به يهوديانو او غېر قومونو له خلاصون ورکړى او هغوئ به د قېد نه آزاد کړى او هغه به د ړوند دپاره رڼا او د زمکې دپاره انصاف او امن راوستونکے وى. دا د عيسىٰ مسيح په حقله بيانوى.
Members of a local Church (Part 03)00:30:31
د خُدائ پاک د بچى په توګه مونږ له د نورو سره د مينې حُکم راکړے شوے دے. په عملى توګه د دې مطلب دا دے چې مونږ دې د نورو حاجتمندو سره په کار کښې او مالى توګه مرسته وکړو او يا دې ورله څيزونه واخلو. مونږ دې د خپل توان په مطابق د نورو خلقو او په خاص توګه د نورو ايماندارانو مرسته وکړو.
The Books of the Law 1 Genesis (Part 02)00:30:30
د انسان د ډېرې بدئ په وجه خُدائ پاک د هغوئ فېصله وکړه او په ټوله دُنيا کښې يې سېلاب راولېږلو او نوح او د هغۀ کورنۍ يې بچ کړه. بيا خُدائ پاک ابراهيم سره وعده وکړه چې هغه به ابراهيم يو لوئ قوم جوړ کړى او هغۀ له يې د خپل وطن پرېښودو حُکم ورکړو او د زوئ وعده يې ورسره وکړه.
Members of a local Church (Part 01)00:30:30
کله چې تاسو نوے ژوندون حاصل کړو او عيسىٰ مسيح مو د خلاصونکى او مالِک په توګه ومنلو نو تاسو د خُدائ پاک د کورنۍ غړى جوړ شوئ، څۀ ته چې جماعت وئيلے کيږى. عالمګير جماعت کښې د هر ځائ نه د خُدائ پاک د تاريخ ټول بچى شامل دى. د دُنيا د هر قوم نه خلق کۀ يو وى يا زرګونه، هغوئ د يو بل سره ملاويږى.
The Books of History 3 (Part 01)00:30:30
حضرت سلېمان د حضرت داؤد نه پس بادشاه جوړ شو. هغۀ ډېر دولت جمه کړو او د خُدائ پاک کور يې جوړ کړو خو په غريبانانو يې ظلم وکړو او د هغۀ ډېرو ښځو هغه د خُدائ پاک نه واړولو او د معبدانو عبادت يې پرې وکړو. بادشاهت په دوو حِصو کښې تقسيم شو، بيا خُدائ پاک الياس نبى ورولېږلو چې بادشاه ته مخامخ شى. خُدائ پاک د الياس نبى په قربان ګاه اور نازل کړو چې هغۀ ته ثابِته کړى چې هم هغه رښتينې خُدائ دے.
The Lord’s Supper (Part 01)00:30:30
مريدانو سره آخرى د فسح خوړلو په وخت هغۀ هغوئ سره يو نوے لوظ وکړو چې دا روټۍ (د هغۀ بدن) او پيالۍ (د هغۀ وينه) د هغۀ د مرګ يوه نښه ده. بپتسمه او آخرى د فسحې حُکم مونږ ته د هغۀ مرګ رايادوى.
The arrangement and history of The Bible00:30:30
: د دُنيا تاريخ په دوو حيصو کښې تقسيم دے، يو ، B.C، چې د مسيح د مرګ نه مخکې او بل، A.D، د مسيح د مرګ نه پس. بى.سى. د وروستونى تاريخ ذکر کوى او اے.ډى. د وړاندينى تاريخ ذکر کوى. کتابِ مقدس د تخليق نه شروع کيږى، بيا حضرت آدم، حضرت ابراهيم، او حضرت موسىٰ وخت سره بيا نور مخکې روان وو. بيا په نوى عهدنامه کښې د عيسىٰ مسيح ذکر او دغه شان نور.
The Letters to Churches & Individuals00:30:30
پولس رسول به ګرځېدو او جماعتونه به يې قائمول. وروستو هغۀ يو څو جماعتونو او څۀ کسانو ته خطونه ولېږل او هغوئ سره يې خپل علم، تعليم او د هغې عمل په حقله شريک کړل. عام يا اولسى خطونه يا نور رسولان د پولس رسول پېروى کوى. دا ټول خطونه د يو مسيحى په ژوند کښې ښۀ لار ښودنه کوى.
Abundant Light Course, Revision Part 100:30:30
د خُدائ پاک کلام د سرو زَرو نه هم قيمتى دے او د شاتو نه خوږ او خالص روحانى پئ دى. دا د ډيوې په شان لارښودنه کوى، لکه د تورې جنګ کوى، او د خُدائ پاک له خوا نه د مينې يو خط دے. دا د اعتبار قابل دے څنګه چې مونږ په پينځو ثبوتونو کښې وليدل. د زړې عهدنامې په حقله د دې ټولو سبقونو خاص نقطو خلاصه په دې کښې ښودلے شوې ده.
How to share the Good News with others (Part 02)00:30:30
دريم، مسيح زمونږ د ګناهونو د پاره مړ شو چې مونږ خُدائ پاک سره بيا يو ځائ کړى. نو کۀ تاسو په دې پوهه شئ چې مسيح ستاسو د ګناهونو دپاره مړ شوے دے نو هغه به ستاسو مرسته کوى. څلورم، که مونږ مسيح قبول کړو او ايمان پرې راوړو نو مونږ د خُدائ پاک بچى جوړېدے شو. مونږ له دا ټول خبرې او دې سره تړلى آيتونه ياد ساتل پکار دى.
The book of Revelation (Part 01)00:30:29
د کتابِ مقدس آخرى کتاب ته د پېشنګويئ کتاب وائى او دا د يوحنا رويا بيانوى او د دې شروع د مسيح د رويا نه کيږى. دا کتاب ټول د نښو نه ډک دے. د اُوو جماعتونو، بيا د آسمان، او د خُدائ پاک او اِبليس تر مينځه د جنګ ذکر او وضاحت پکښې شوے دے. د رويا کتاب د هغه ايماندارو ډېر خوښ دے کوم چې د تکليف نه تېريږى.
The Books of History 2 (Part 01)00:30:30
د بنى اِسرائيل د بادشاهانو دور په درې جوړه کتابونو کښې بيان شوے دے: ١ او ٢ سموئيل، ١ او ٢ بادشاهان او د تواريخ ١ او ٢ کتاب. سموئيل مونږ له دا تعليم راکوى چې مونږ دې خُدائ پاک ته غوږ ونيسو، د خلقو دپاره دُعا وغواړو او په کامل توګه د خُدائ پاک تابعدارى وکړو. سموئيل ساؤل د بنى اِسرائيل دپاره وړومبے بادشاه غوره کړو.
Abundant Light Course, Revision Part 200:30:30
دا څلور کتابونه د عيسىٰ مسيح د ژوند، د هغۀ د مرګ او د بيا راژوندى کېدو په حقله دى. په دې ټولو سبقونو کښې د کتابِ مقدس د لوستنې دپاره د نوې عهدنامې خاص خاص خبرې په مختصر توګه بيان شوى دى. د رويا کتاب د خُدائ پاک قيصې سره ختميږى چې پکښې وئيلے شوى دى چې هغه د خپلو خلقو مل دے.
The Background of The New Testament00:30:30
د مسيح په وخت کښې زمکه په ګليل، سامريه او يهوديه کښې تقسيمه شوې وه او روميانو په دې قبضه کړې وه. عيسىٰ مسيح په بيت‌لحم کښې پېدا شوے وو، (او په ګليل کښې اوسېدو)، او بيا په يروشلم کښې په سولۍ کړے شو. د دې هر څۀ فرمان روميانو جارى کړے وو او د دې پېشنګوئ ډېره مخکې شوې وه.
The Prophets’ Message – Punishment (Part 01)00:30:30
د زړې عهدنامې په آخرى حصه کښې د پېغمبرانو اوولس کتابونه دى، چا چې د خُدائ پاک پېغام د هغۀ د خلقو چې د بنى اِسرائيل په بادشاهت کښې په يهوده کښې او جلاوطن شوى وُو، او نورو قومونو ته ورسول. د دوئ پېغام د قيامت، سزا او د خلاصون باره کښې وو. دا پېغمبران ايمانداران وُو خو د دوئ ډېر مخالفت شوے وو.
The Books of History 1 (Part 01)00:30:30
د حضرت موسىٰ د مرګ نه پس يوسف خلق کنعان ته بوتلل او معجزې يې ښکاره کرې، دشمنان يې فتح کړل، او کله چې په خُدائ پاک باندې يې باور ونۀ کرو نو شکست يې وخوړو. خُدائ پاک يوسف ته حُکم ورکړو چې تکړه او زړَور اوسه.
Revision (Part 02)00:30:30
عيسىٰ مسيح مونږ له د تلو او د زيرى خورولو حُکم راکوى. څۀ وئيل پکار دى: خُدائ پاک تاسو سره مينه کوى. تۀ ګناهګار يې. مسيح ستاسو ګناهونو دپاره مړ شو. د خپلو ګناهونو نه توبه وکړئ او په مسيح باور وکړئ. يو بل قدم: بپتسمه. د اوبو نه تېرېدل د باطنى ايمان نښه ده او دا د مسيح حُکم دے، او دغه شان د مالِک فسح هم: روټۍ او پيالۍ د مسيح د بدن او وينې نښه ده. جماعت: مسيح د دې مشر دے؛ مونږ د هغۀ د بدن غړى يو. ناظران: خُدائ پاک مونږ له څيزونه راکوى او مونږ له د وخت او خپل قابليت استعمال په هوښيارتيا سره کول پکار دى. د خُدائ پاک لار ښودنه: هغه د خپل کلام، مشورې او د حالاتو په وسيله لار ښودنه کوى.
© My Podcast Data · Independent project · Data from Apple & Spotify