Back

Explore every episode of the podcast د صداقت لار

Dive into the complete episode list for د صداقت لار. Each episode is cataloged with detailed descriptions, making it easy to find and explore specific topics. Keep track of all episodes from your favorite podcast and never miss a moment of insightful content.

Rows per page:

1–50 of 100

TitlePub. DateDuration
The Prophet Daniel00:26:05
دانيال نبى په بابل کښې قېد وو څوک چې وروستو د څلورو بادشاهانو هدايت کونکے جوړ شو. هغۀ د ډېرو قومونو او د مسيح د وړومبى او د دويم راتګ پېشن ګوئ وکړه. يو بادشاه د دعا باره کښې يو فرمان جارى کړو، خو دانيال نبى به بيا هم د خُدائ پاک نه دعا غوښتله او هغه د زمرو په غار واچولے شو، خو خُدائ پاک هغه بچ کړو. بادشاه يو نوے فرمان جارى کړو چې "د دانيال د خُدائ نه يرېږئ".
The Prophet David and the Messiah00:24:02
حضرت داؤد ډېر زبورونه ليکلې وُو، او د هغۀ پېشن ګوئيانې په دې وړوبى دوو زبورونو کښې دلته وړاندې دى. وړومبے زبور د دوه قِسمه خلقو په حقله دے، يو بدکاره او بل صادِق. په دويم زبور کښې د مسيح، بادشاه او د زوئ په حقله خبرې شوى دى، او د دې لقَبونو وضاحت کوى.
Two Important Parables00:24:44
عيسىٰ مسيح به په مثالونو کښې قيصۍ کولې، چې د پوهې او ياد ساتلو دپاره به ډېرې آسانې وې، زميدارو ته يې د کروندې مثال بيان کړو او د تخم تشبيح يې د خُدائ پاک کلام سره ورکړو، او د زمکې تشبيح يې د زړونو سره ورکړو. او بله قيصه د غنمو او د جمدرو وه چې د عدالت په حقله وه.
Review 4 – Jesus Christ: It Is Finished00:30:31
د خُدائ پاک زوړ لوظ په نوى لوظ کښې پوره شو. د ګناه په بدل کښې د ځناور قربانى د راتلونکى وخت يو تصوير وو، کله چې مسيح د بنى آدم د ګناه په بدل کښې خپل ځان قربان کړو. دا د خُدائ پاک د خوښې يوه لار ده او مونږ دې په دې ايمان ولرو او دا دې حاصل کړو.
The Saviour of the World00:23:12
عيسىٰ مسيح د يعقوب کوهى له راغے او يوې سامرى ښځې نه يې د څښلو اوبۀ وغوښتې. هغۀ د هغې د تېر وخت ټول حال ښکاره کړو او وې فرمائيل چې د مالِک خُدائ عبادت دې د روح او رښتيا سره وکړے شى، او خپل ځان يې ورته ښکاره کړو چې هم هغه مسيح دے. نورو سامريانو دا واورېدل او اقرار يې وکړو چې هم هغه د دنيا خلاصونکے دے.
The Lord of Glory00:23:21
عيسىٰ مسيح د خپلو شاګردانو نه تپوس وکړو چې "تاسو څۀ وايئ چې زۀ څوک يم؟"، پطروس جواب ورکړو، "تۀ د ژوندى خُدائ پاک زوئ يې." عيسىٰ مسيح وفرمائيل چې هغه به د ډېرو تکليفونو نه تېر شى او په يروشلم کښې به ووژلے شى. په غرۀ باندې د عيسىٰ مسيح مخ لکه د نمر وځلېدو او د هغۀ جامې لکه د رڼا سپينې شوې. خُدائ پاک هغۀ سره يو ځلې بيا د آسمان نه خبرې وکړې. پطروس وائى "مونږ د دې ګواهان وُو" او يوحنا ليکلى دى چې "دا ځکه ليکلے شوى دى چې تاسو په دې ايمان راوړئ".
The Prophet Elijah00:23:34
حضرت سليمان هيکل جوړ کړے وو خو د هغۀ ډېرو ښځو هغه د مالِک خُدائ نه واړولو. د هغۀ نه پس بادشاهت په اسرائيل او يهوده کښې تقسيم شو. د اسرائيل بدتر بادشاه د اخى اب ښځې ايزبل، د بعل عبادت دپاره ځائ جوړ کړے وو. وچ کالى د حضرت الياس د پېشنګوئ په ذريعه راغله او هغه د بعل پېغمبرانو ته مخامخ شو او کله چې د هغوئ قربانى ناکامه شوه نو حضرت الياس هغوئ ټول ووژل، خو مالِک خُدائ د الياس په قربان ګاه اور راولېږلو او خلق مالِک خُدائ ته واپس راوګرځېدل.
Jesus Is Arrested00:26:13
عيسىٰ مسيح خپلو مريدانو سره خبرې وکړې، هغوئ له يې ډاډګيرنه ورکړه، او څۀ چې کېدونکى وُو، د هغې نه يې خبر کړل، هغوئ ته يې وفرمائيل، "زۀ لار، حق، او ژوندون يم". هغه به د هغوئ نه جدا شى خو مدد دپاره به هغوئ له روحُ القدس وروليږى، خو د دې هر څۀ نه وړاندى به هغه زحمت وزغمى او مړ به شى. د ګيتسمنى په باغ کښې دُعا نه پس هغه ګرفتار شو.
David and Goliath00:30:29
اِسرائيليان او فلستيان يو بل ته په جنګ کښې مخامخ شول، او يو تکړه سړى جوليت دوئ له د جنګ بلنه ورکړه چې يو سړے خوښ کړئ او ما سره دې جنګ له راشى. حضرت داؤد هغۀ ته ورمخامخ شو او ورسره لينده او په هغې کښې کاڼے وو، او د هغۀ سر يې هم د هغۀ په تُورې پرې کړو. د حضرت داؤد په خُدائ باندې ايمان هغۀ له اعتماد ورکړو چې هغه تکړه سړے ووژنى.
Paradise00:21:11
د خُدائ پاک کلام مونږ ته د جنتُ الفردوس ښودنه کوى، چرته چې خُدائ پاک اوسيږى. د خُدائ پاک د تخت ښى لاس ته مسيح دے او ګېر چاپېره ترې نه د فرښتو ګڼه او هغه خلق دى چا چې خلاصون موندلے دے. عيسىٰ مسيح نه بغېر هيڅوک هم دې ته نۀ شى داخلېدے، صرف هغه خلق داخلېدے شى کوم چې په هغۀ ايمان لرى، ځکه چې هم هغه لار دے.
The Messiah Is Born00:23:37
قيصر اوګوستوس د هر چا دپاره فرمان جارى کړو چې خپل ښاريو کښې دې مردم شمارى شروع کړى، نو مريم او يوسف بيت‌لحم ته راغلل، چرته چې د مريمې زوئ پېدا شو او په اخور کښې پروت وو. په دغه وخت فرښتې په شپونکو څرګندې شوې او د ماشوم د پېدا کېدو خبر يې ورکړو، هغوئ د ماشوم ليدو له لاړل. وروستو، پوه لرونکى سړى د مشرق نه د تحفو سره د هغۀ عبادت له راغلل.
The Great Teacher00:24:21
عيسىٰ مسيح په زبردسته طريقه د بختورو خلقو وضاحت وکړو، او د شريعت خبرې به يې داسې پوره کولې چې "زۀ تاسو ته رښتيا وايم"، او د "رياکارانو" خلقو د خېرات، دعا او د روژو نه يې خبردارے ورکړو. دوئ نورو ته ښودنې دپاره داسې کوى خو دوئ خُدائ پاک سره وفادار نۀ دى. عيسىٰ مسيح وفرمائيل "د نورو سره تل داسې سلوک کوئ لکه څنګه سلوک چې تاسو د ځان دپاره خوښوئ". هغه خلق د هغۀ پوهې ته حېران وُو.
The Heart of God00:25:03
خُدائ پاک په عاجزانو رحم کوى او د کبرژنو خلاف دے، څنګه چې د دوو سړو د دعا قيصۍ کښې خودلے شوې ده. لکه څنګه چې د ورک شوى زوئ په مثال کښې مونږ ګورو، خُدائ پاک غواړى چې مونږ د ګناهونو نه توبه وکړو او هغۀ ته واپس راوګرزو.
The Message of the Prophets Summarized00:24:05
د خُدائ پاک د کلام وړومبئ حصه يا عهد په تورات، زبور او پېغمبرانو باندې مشتمل دے، او دا په پينځلس کالو کښې ليکلے شوے دے. په دې کښې درې خاص خبرې دا دى. ١: خُدائ پاک مقدس دے او د ګناه عدالت کوى. ٢: ټول انسانان ګناهګاران دى، او د عدالت مخ نيوے کوى. ٣: خُدائ پاک د يو خلاصون ورکونکى منصوبه جوړه کړې ده چې د ګناه سزا به پخپله زغمى.
Jesus Is Nailed to the Cross.00:23:40
عيسىٰ مسيح د خُدائ پاک د خلاصون منصوبه پوره کولو دپاره تکليف وزغملو او مړ شو، او هغۀ پخپله د دنيا ګناهونه سولۍ ته د خپل ځان سره يوړل. مسيح د يروشلم نه بهر په سولۍ کړے شو، او هغۀ د هغوئ دپاره دُعا وغوښته "دوئ معاف کړه. ځکه چې هغوئ نۀ پوهيږى چې څۀ کوى" هغۀ تېزه کريکه وويسته او وې فرمائيل، ” دا کار پوره شو. اے پلاره، زۀ خپل روح ستا لاسونو ته سپارم" او دې وئيلو سره يې ساه ورکړه.
The Prophet Isaiah00:23:12
يشعياه په هيکل کښې د خُدائ پاک يوه رويا ليدلې وه او هغۀ ته د خپلو خلقو او قومونو وړاندې د پېشن ګوئ کولو ووئيلې شوى وُو. اول ورته هغۀ د هغوئ د ګناهونو او د هغې د سزا خراب خبر ورکړو او بيا يې د خوشخبرى زېرے ورکړو چې د هغوئ ګناهونه به مسيح زغمى. هغۀ د مسيح باره کښې د هغۀ د لقبونو، تکليفونو او د مرګ باره کښې د ډېرو څيزونو پېشن ګوئ وکړه.
Jesus Causes Division00:23:04
کله چې فريسيان عيسىٰ مسيح له راغلل او ورته يې وويئل چې هغۀ د هغوئ رسمونه مات کړى دى، نو عيسىٰ مسيح هغوئ ته وفرمائيل چې تاسو د خُدائ پاک حکم مات کړے دے، او څۀ چې ستاسو د زړۀ نه راوځى هغه تاسو پليتوى. تاسو چې څۀ ګورئ د هغې په مطابق فيصلې مۀ کوئ، بلکې چې څۀ ټيک دى د هغې مطابق فيصله کوئ. د يونس نبى نښه به د هغۀ د مسيح کېدو تصديق کوى. مشرانو او خلقو تر مينځه هم د مسيح په حقله بې اتفاقى پېدا شوه.
More from the Psalms00:21:33
دوئيشتم زبور د مسيح د مرګ په حقله د تکليفونو نه د تېرېدو ډېر ښۀ وضاحت کوى. هغه به په نا اُميدئ کښې فرياد کوى؛ سپکاوے کوونکى به ملنډې وهى، هغۀ له به د څښلو دپاره سرکا ورکوى، په لاسونو پښو کښې به سُورے کوى، د هغۀ جامې به تقسيمې کړى او د هغۀ په چوغه به پچه واچوى.
Jesus Is Coming Back00:25:15
د نوى عهد نامې په آخرى کتاب رويا کښې مونږ ته د آسمان او د راتلونکو څيزونو، او کله چې به مسيح په قومونو حکومت دپاره بيا راځى نو د هغې يو نظر راکوى. د رويا په کتاب کښې د بيا راژوندى کېدو سزا او جزا، او د آخرت ذکر شوے دے چې پکښې به په زمکه يو نوے يروشلم جوړيږى.
King David and God’s Promise00:30:30
ساؤل بادشاه د حضرت داؤد نه سوزېدو او د هغۀ د وژلو دپاره هغۀ پسې اتو کالو راسې شوے وُو. ساؤل د حضرت داؤد لاسو له راغے، خو حضرت داؤد هغۀ له د سزا ورکولو نه انکار وکړو. په آخر کښې ساؤل د خپلو زامنو سره د فلستيانو خلاف جنګ کښې مړ شو او کله چې حضرت داؤد بادشاه جوړ شو، خُدائ پاک هغۀ سره وعده وکړه چې د هغۀ تخت به د هميشه دپاره قائم وى.
Jesus’ Power00:25:52
عيسىٰ مسيح دولس مريدان غوره کړل، او هغوئ ته يې د خپل طاقت په وسيله طوفان ودرول وښودل، پېريان يې وشړل، او هغه ښځې له يې شفا ورکړه د چا نه چې دولس کالو داسې وينه تله، او مړه شوې جينۍ يې بيا راژوندئ کړه. هغۀ دوه ړاندۀ سړى بينه کړل او د چاړا سړى نه يې پېرے وشړلو. عيسىٰ مسيح خپل مريدان وليګل چې هغوئ دې هم هغه سې وکړى لکه څنګه چې هغوئ ته ښودلى شوى وُو.
Jesus’ Authority00:25:51
عيسىٰ مسيح وفرمائيل چې هغه د سبت د ورځې مالِک دے، او هغۀ د سبت په ورځ د سړى لاس روغ کړو، پېريان يې وشړل، او يو معذور له يې شفا ورکړه. د دې نه علاوه، هغۀ مالِک خُدائ ته خپل پلار ووئيل او د دې اقرار يې وکړو چې هغه او پلار يو دى او موسىٰ هم د عيسىٰ مسيح په حقله وئيلى وُو.
The Holy Spirit Has Come00:24:36
عيسىٰ مسيح هغوئ ته فرمائيلى وُو "د روحُ القدس انتظار وکړئ"، د فسحې د اختر په ورځ تېز باد راغے، او په هر يو کس اور نازل شو، او هغوئ ټول د روحُ القدس نه معموره شول او په نورو ژبو کښې يې خبرې شروع کړې. پطروس درې زرو خلقو ته د عيسىٰ مسيح زېرے واورولو او هغوئ ټولو د ګناهونو معافى حاصله کړه او د روحُ القدس نه معمور شول.
You Must Be Born Again00:24:49
د عيسىٰ مسيح پېدايښت، کردار، کارونه او تعليم د ټولو نه مختلف وو. هغۀ وفرمائيل چې تاسو د منافقانو په شان مۀ جوړېږئ څوک چې د بهر نه ښائسته ښکارى خو د دننه نه خود غرضۍ نه ډک وى. خُدائ پاک صفا زړۀ خوښوى کوم چې مونږ د روحُ القدس نه بيا پېدا کېدو سره حاصلولے شو. لکه څنګه چې د موسىٰ امسه باندې مار ته کتلو خلق بچ کړل، هم دغه شان په عيسىٰ مسيح باندې ايمان مونږ د حلاکېدو نه بچ کوى.
Hard and True Words00:24:58
د عيسىٰ مسيح مخالفينو به د هغۀ راګېرولو دپاره د هغۀ نه سوالونه کول خو هغۀ به هغوئ له داسې جواب ورکړو چې هغوئ به حېران شول. د ټولو نه لوئ حُکم دا دے چې عيسىٰ مسيح سره مينه کوئ. هغۀ فرمائى، داؤد څنګه مسيح ته "مالِک" وائى؟ هغۀ به حُکمرانان د هغوئ د منافِقت په وجه رټل.
The Holy Son00:24:03
څنګه چې عيسىٰ مسيح لوئ شو، نو هغه د خُدائ او د انسان په حق کښې بې عېبه وو. کله چې يحيىٰ هغۀ له بپتسمه ورکړه، روحُ القُدس د کونترې په شکل کښې په هغۀ نازل شو. خُدائ پاک د آسمان نه آواز وکړو، " دا زما خوږ زوئ دے چې زۀ ترې راضى يم". بيا روحُ القُدس عيسىٰ مسيح بيابان ته ازمېښت دپاره څلوېښت ورځو او څلوېښت شپو له بوتلو، او د روح په طاقت کښې يې د خُدائ پاک کلام سره د اِبليس مقابله وکړه.
The Great Healer00:22:59
مسيح کلى په کلى ګرځېدو او هلته يې ګڼو خلقو له تعليم ورکړو، او د هر مرض بيمار له يې شفا ورکړه. عيسىٰ مسيح په پوره اختيار او شفقت سره هغوئ له تعليم ورکړو، هغۀ پېريان وويستل، رنځوران يې روغ کړل، جزام يې پاک کرو، او د يو شل سړى ګناهونه يې وبخښل (صرف خُدائ ګناهونه بخښلے شى). عيسىٰ مسيح دا وښودل چې هغه د ګناه د بيمارئ نه د شفا ورکولو دپاره راغلے وو.
The Resurrection and the Life00:23:37
عيسىٰ مسيح بيتِ‌عنياه ته راغلو چرته چې د هغۀ بيمار ملګرے لعزر مړ شوے وو. عيسىٰ مسيح لعزر بيا راژوندے کړو او وې فرمائيل "زۀ قيامت او ژوندون يم". مريم قيمتى عطر د عيسىٰ مسيح په پښو واچول او هغه يې په خپلو وېښتو وچ کړل.
The Announcement00:23:52
جبرائيل فرښته پيغلې مريمې ته څرګنده شوه او هغې ته يې اعلان وکړو چې ستا به يو زوئ کيږى د چا نوم به چې عيسىٰ مسيح وى، د لوئ خُدائ پاک زوئ ، څوک به چې تل دپاره بادشاهت کوى. خُدائ پاک د انسان په شان د ښځې نه زوئ پېدا نۀ کړو بلکې د روحُ القدس په وسيله يې عيسىٰ مسيح پېدا کړو. هيڅوک هم داسې مخکښې نۀ دى پېدا شوى.
Jesus Is Risen00:24:49
کاهنانو د عيسىٰ مسيح د قبر دپاره روميان څوکيداران وغوښتل، ځکه چې عيسىٰ مسيح وئيلې وو چې هغه به په درېمه ورځ بيا راژوندے کيږى. کله چې ښځې قبر له ورغلې نو هغوئ قبر خالى وموندو او يوه فرښته يې ناسته وليده چا چې هغوئ ته ووئيل چې عيسىٰ مسيح راژوندے شوے دے. د اِماوس په لاره عيسىٰ مسيح دوو شاګردانو ته ځان څرګند کړو، او دوه ځلې يې مريدانو ټولنې ته ځان څرګند کړو. عيسىٰ مسيح وفرمائيل "زما لاسونو او پښو ته خيال وکړئ چې دا زۀ په خپله يم".
The Prophet John00:21:03
وړومبے عهد د څۀ وعده چې شوې وه هغه دا وه چې مسيح به راځى. دا نوې عهد د دې اعلان کوى چې "مسيح راغلې دے!" نوې عهد نامه يا انجيل د عيسىٰ مسيح شاګردانو ليکلې وه. مالِک خُدائ يحيىٰ بپتسمه ورکونکے پېدا کړو چې هغه خلق د مسيح د راتګ دپاره تيار کړى.
The Good Shepherd00:26:28
د پېغمبرانو په صحيفو او زبورونو کښې خلقو ته "ګډې" وئيلى شوى دى. عيسىٰ مسيح فرمائى "زه د ګډو د شپول دروازه يم" او " زۀ ښۀ شپونکے يم او ښۀ شپونکے د ګډو دپاره خپل سر ورکوى". او کله چې د هغۀ نه بيا تپوس وشو چې هغه څوک دے، نو هغۀ جواب ورکړو، "زۀ او پلار يو يو".
The Prophet Zechariah00:23:17
خورس د فارس بادشاه دا علان وکړو چې خُدائ پاک هغۀ له د هيکل بيا جوړولو حُکم ورکړے دے، لکه څنګه چې يرمياه نبى د دې پېشنګوئ کړې وه. زکرياه هم د دې په حقله خبرې کړې دى او د مسيح په حقله يې پېشن ګوئ کړې وه چې هغه به په کوچاڼے يروشلم ته راځى، او د چا لاسُونه به چې د هغۀ د ملګرو په کور کښې زخمى شى.
The Good News00:24:27
خراب خبر دا دے چې آدم د خُدائ پاک نافرمانى وکړه او ګناه يې وکړه. د آدم په شان ټولو خلقو ګناه وکړه او د خُدائ پاک د عدالت مخنيوے يې وکړو او د دې په وجه د مرګ سزا ملاو شوه. ښۀ خبر دا دے چې خُدائ پاک عيسىٰ مسيح راولېګلو چې هغه زمونږ په ځائ تکليفونه وزغمى او مړ شى، او زمونږ ګناهونه په ځان واخلى او د فضل په وسيله مونږ معاف کړى او ابدى ژوند راکړى.
The Prophet Jeremiah00:23:01
حضرت يرمياه د پېدايښت نه مخکښې هغۀ ته د قومونوو پېغمبر ووئيلې شوى وُو. يوازې يهوده په سلطنتو کښې پاتې شو او يرمياه نبى د يروشلم د تباهۍ او د خلقو د قېد او د هغې نه د جلاوطنى پېشن ګوئ وکړه. د يرمياه نبى مخالفت شوې وو، دهمکى ورکړے شوه او قېد شو، خو هغۀ په وفادارئ سره د خُدائ پاک د کلام اعلان وکړو، او ورسره د بابل نه د واپسئ او د قومونو د بيا جوړولو هم.
The Light of the World00:23:05
عيسىٰ مسيح وفرمائيل څوک چې ما پسې راځى نو هغه به د نور ژوند حاصل کړى. هغه فرمائى چې حقيقت به تاسو ‌(د هغۀ منونکى) آزاد کړى او هم هغه د "ز يم"، او په دې حکمرانان غصه کوى. عيسىٰ مسيح ړوند سړے بينا کړو، او فريسيان دې سړى سره هم په بحث شول. ځينى په سترګو ړاندۀ دى او ځينى په ذهنونو او زړونو ړاندۀ دى.
The Prophet Jonah00:21:46
خُدائ پاک يونس ته وفرمائيل چې نينوه ته لاړ شه او هغوئ ته ووايه چې د خُدائ پاک عدالت په تاسو راتلونکې ده. خو يُونس په بله وتښتېدو. خُدائ پاک طوفان ولېږلو، او د جهاز مانګيانو يُونس د کشتۍ نه سمندر ته وغورزولو او يو غټ کب هغه تېر کړو. هغه کب هغه د نينوه غاړې ته وغورزولو، او هغۀ پېغام واورولو، هغوئ توبه وکړه او مالِک خُدائ واپس راوګرځېدل. او دغه شان خُدائ پاک په هغوئ رحم وکړو.
Jesus Is Condemned00:24:22
کله چې مشر اِمامانو د عيسىٰ مسيح نه تپوس وکړو چې تۀ څوک يې، نو عيسىٰ مسيح سمدستى جواب ورکړو چې "زۀ مسيح يم". هغوئ عيسىٰ مسيح پيلاطوس له بوتلو، بيا يې هيروديس او بيا يې واپس پيلاطوس بادشاه ته پيش کړو، چا چې هغۀ له د سولۍ کېدو سزا ورکړه.
The Prophet Solomon00:24:08
حضرت داؤد نه پس د هغۀ زوئ سليمان حکومت وکړو، او د خُدائ پاک نه يې پوهه وغوښته کوم چې د حِکمت او پوهې سره هغۀ له ورکړے شوه، د هغۀ په شان يو بادشاه هم نۀ وو، نه مخکښې او نه وروستو. د شيبا مَلِکه د لرې نه د هغۀ ليدلو له راغله او د هغۀ دبدبه په ليدو حېرانه شوه. مسيح وفرمائيل چې هغه د سليمان نه هم لوئ دے.
The Bread of Life00:21:57
د خلقو يوه لويه ګڼه عيسىٰ مسيح پسې خوشى بيابان ته لاړه. هغوئ سره دوه روټۍ او پينځۀ کبان وُو. عيسىٰ مسيح په دې برکت وغوښتو او پينځۀ زره خلق يې ماړۀ کړل. سمندرى طوفان کښې په واپسۍ مريدانو عيسىٰ مسيح د هغوئ خوه ته په اوبو راتلو وليدو. عيسىٰ مسيح هغوئ ته وفرمائيل "د ژوندون روټۍ زۀ يم هغه روټۍ چې د آسمان نه راکوزه شوې ده چې د تل ژوندون ورکوى". په صحرا کښې من د هميشه دپاره نۀ وو خو د عيسىٰ مسيح د ژوندون روټۍ ابدى ده.
Review 3 – Moses: God’s Holy Law00:24:29
کوم شريعت چې موسىٰ له ورکړے شو، د هغې په سبب مونږ د ګناه نه خبر شو. داسې يو کس هم نشته چې په شريعت يې په پوره توګه عمل کړے وى بې له د مسيح نه چا چې هيڅ ګناه نۀ د کړې او شريعت او نبيان يې پوره کړل، او څوک چې په مسيح کښې ژوند کوى نو هغه به د مجرم کېدو نه بچ شى.
What Do You Think About Jesus? Part 0100:23:50
د عيسىٰ مسيح د پېدايښت، د هغۀ کردار، کلام، کارونه، نومونه او لقبونو په شان بل هيڅوک هم نشته. تاسو د هغۀ په حقله څۀ سوچ کوئ او تاسو د هغۀ د خلاصون بلنې ته څۀ جواب ورکوئ نو دا ستاسو ابدى منزل ښکاره کوى. خُدائ پاک لوئ دے او هغه هر څۀ کولے شى او په زمکه د انسان په توګه هم راتلے شى چې مونږ هغه وپېژنو او د هغۀ سره مينه وکړو.
David and Bathsheba00:30:28
حضرت داؤد بت‌‌سبع په لامبلو وليده او هغې له يې پېغام ولېږلو. هغه اُميدواره شوه او داؤد د دې ګناه پټولو دپاره د هغې خاوند اورِياه په يو جنګ کښې د وژلو دپاره ولېږلو. ناتن پېغمبر حضرت داؤد له لاړو او حضرت داؤد هغۀ ته د خپلو ګناهونو اقرار وکړو، خو د دې انجام ډېر خراب وو.
Hell00:23:29
خُدائ پاک غواړى چې هغه مونږ سره وى، خو د هغه خلقو دپاره يو ځائ جوړول ضرورى وُو کوم چې هغۀ سره اوسېدل نۀ غواړى، يو داسې ځائ چې پکښې ابدى سزا وى، کوم چې د اِبليس او د هغه فرښتو دپاره جوړ شوے دے چا چې د خُدائ پاک خلاف بغاوت کړے وو. عيسىٰ مسيح د دوزخ په حقله د يو مالدار او د يو خېرمار لعزر باره کښې رښتينى قيصه کوى. مالدار سړے د تندې، تکليف، او د اور په عذاب کښې وو او لعزر په آرام وو.
The Last Supper00:26:17
د عيسىٰ مسيح پېدايښت، کردار، د هغۀ کارونه، د هغۀ کلام، او د هغۀ شناخت لکه د کلام جُسه کېدل، او مالِک جورېدل د ټولو نه مختلف دى. د فسح د اختر په وخت، عيسىٰ مسيح روټۍ او پياله واخستله، او وې وئيل، "دا زما بدن دے... دا زما وينه دا... يو نوے لوظ دے... چې ستاسو ګناهونه معاف کوى". دا د فسح اختر ګډورى مقصد پوره کوى.
What Do You Think About Jesus? Part 0200:26:44
ستاسو د عيسىٰ مسيح د مرګ، د بيا راژوندى کېدو، آسمان ته پورته کېدو او د بيا راتلو په حقله څۀ خيال دے؟ د دې هر څۀ پېشنګوئ د خُدائ پاک په کلام کښې او عيسىٰ مسيح پخپله کړې وه. عيسىٰ مسيح څۀ غواړى چې تاسو څۀ وکړئ؟ هغۀ له راشئ، د ګناهونو نه توبه وکړئ، په هغۀ ايمان راوړئ او يقين پرې ولرئ، خپل ځان هغۀ ته وسپارئ، او هغه به ستاسو ګناهونه معاف کړى او تاسو له به ابدى ژوندون درکړى.
Man’s Questions and God’s Answers – Part 100:24:53
دا پروګرامونه څوک تياروى؟ د عيسى مسيح مريدان، زمونږ مالِک، زمونږ خلاصونکے او ملګرے. دوه عام سوالونه چې د هغې جواب د تورات، پېغمبرانو، زبور او کتابِ مقدس او د پاکو صحيفو نه ورکړے کيږى. آيا کتابِ مقدس بدل شوے دے؟ نه. د خُدائ پاک کلام څوک بدلولے شى؟ عيسىٰ مسيح څنګه د خُدائ پاک زوئ کېدے شى؟ په کلام کښې مونږ ګورو چې خُدائ پاک عيسىٰ مسيح ته د خپل زوئ لقب ورکړے دے. دا رشته انسانى نه ده بلکې روحانى ده.
Jesus Ascends to Heaven00:27:06
عيسىٰ مسيح د راژوندى کېدو نه پس ډېر ځل خپل ځان مريدانو ته څرګند کړو، او يو ځلې يې پينځو سو خلقو ته هم ځان څرګند کړے وو. عيسىٰ مسيح وفرمائيل، "د آسمان او د زمکې ټول اختيار ما ته راکړے شوے دے. ځکه تاسو په زمکه خوارۀ شئ او ټول قومونه زما مريدان کړئ… په يروشلم کښې تر هغې پاتې شئ ترڅو چې په تاسو آسمانى قوت نازل شوے نۀ وى". بيا هغه آسمان ته بوتلے شو.
Jesus Enters Jerusalem00:22:53
عيسىٰ مسيح يروشلم ته په کوچاڼے داخل شو، او دا د پېشن ګوئ پوره کېدل وُو. ډېرو خلقو چغې وهلې چې مبارک دې وى د داؤد د زوئ. مبارک دے هغه څوک چې د مالِک خُدائ په نامه راځى. په آسمان کښې دې په هغۀ مبارکى وى، بيا هغۀ هغوئ ته د انګورو د باغ مالِک د زوئ قيصه وکړه کوم چې اجاره دارو وژلے وو او هغه کاڼے چې ګلکارانو رد کړے وو، دغه شان عيسىٰ مسيح هم خپل مرګ او رد کېدو طرف ته اشاره وکړه.
The Lamb of God00:23:58
يحيىٰ اقرار وکړو چې هغه مسيح نۀ دے، او کله چې هغۀ عيسىٰ مسيح په راتلو وليدو نو هغۀ ووئيل، "وګورئ، د خُدائ پاک ګډورے څوک چې د دُنيا ګناه په ځان وړى". د هابيل نه تر مسيح پورې، ګډورې به د ګناهونو دپاره قربان کېدل، خو هغه پاک ګډورے چې راتلونکے دے، هغه به د هميشه دپاره د ټولو ګناهګارو په ځائ قربان شى. د يحيىٰ شاګرد اندرياس خپل ورور شمعون پطروس ته ووئيل، "مونږ مسيح موندلے دے" او نور هم هغۀ پسې روان شول.
© My Podcast Data · Independent project · Data from Apple & Spotify